د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا په سواحلو کې د یوې اونۍ په دننه کې دویمه ایراني کښتۍ د سمندري غلو لخوا وتښتول شوه
2071391
د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا د کنډالا سیمه ایز مشر احمد یوسف خورشي خبر ورکړ چې د ایران بیرغ لرونکې کښتۍ د پوټلینډ ولایت په سواحلو کې د سمندري غلو لخوا تښتول شوې.
خورشې وويل، د بېړۍ ټول عمله چې شمېر په اړه يي معلومات ندي ورکړي بهرني اتباع دي.
د ویلو ده چې د نوامبر په ۲۵ مه نيټه هم د ایران بیرغ لرونکې بېړۍ چې ۱۶ کسان پکې سپاره وو، د سومالیا د پوتلنډ سیمې له ساحله تښتول شوې وه. دا په یوه اونۍ کې دویمه ایراني کښتۍ ده چې د سمندري غلو لخوا تښتول کیږي.
سمندري غلو د کښتۍ د عملې د خلاصون په بدل کې ۴۰۰ زره ډالره غوښتی وو.