د مختلفو هیوادونو قاضیانو او څارنوالانو د جرمونو نړۍوالې محکمه کې د اسرائیل پر خلاف راپور وړاندې کړ

په الجزایر کې راټول شوو د مختلفو هیوادونو مدافع وکیلانو او قاضیانو د جرمونو نړیوالې محکمې  څارنوالۍ دفتر ته د فلسطین په وړاندې د اسرائیلو لخوا د ترسره شوي "نسل وژنې جرمونو" په اړه راپور وړاندې کړ.

2071379

د د الجزایر د مدافع وکیلانو د ټولنې او قاضیانو د اتحادیې په نوښت د عربي او یو زیات شمیر بهرنیو هیوادونو د مدافع وکیلانو او قاضیانو د ټولنو په ګډون د الجزایر په پلازمینه الجزیره کې د "فلسطین د خلکو لپاره عدالت" تر عنوان لاندې یو نړیوال سمپوزیم جوړ شو.

په دغه دوه ورځني سمپوزیم کې د فلسطین، اردن، لیبیا، موریتانیا او فرانسې وکیلانو او همدارنګه د نړیوالو حقوقو کارپوهانو او د پوهنځیو غړو ګډون کړی وو.

د سمپوزیم په وروستۍ اعلامیه کې، چې د "الجزایر اعلامیې" په نوم یادیږي، ویل شوي چې "د اسرائیلو د نیواک پر خلاف چمتو شوي قانوني پلان سره سم د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ دفتر ته یو راپور وړاندې شوی".

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو له خوا ترسره شوي جنایتونه، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې، ډله ییزه سزا، له نړیوال او بشردوستانه قوانینو څخه جدي سرغړونه، د بشریت ضد جرم او د نسل وژنې جرم دی.

دغه راز په اعلاميه کې ويل شوي دي چې پریکړه وشوه  چې د اسرائيلو د دولت د مشرانو او چارواکو په ګډون د فلسطينيانو په وړاندې د ترسره شويو جنايتونو د عاملينو په خلاف په  هغو محکمو د نړۍوالو محاکمو اصولو ته درناوی لري اقامه د دعوا وشي.

په سمپوزیم کې د پریکړه وشوه چې د اشغالګر اسرائیل د مشرانو او چارواکیو د محاکمه کولو پر خاطر نړۍوالو سازمانونو او بڼسټونو ته خبر ورکړ شي. د هغوې هم هم د همکارۍ غوښتنه وشي.

اړوند خبرونه