په فرانسه په ساحلونو او ځنګلونو کې به سګرټ څکولو بندیز لګول کیږي.
د فرانسې د روغتیا وزیر اورلین روسو اعلان وکړ چې د هیواد په ساحلونو او ځنګلونو کې به سګرټ څکول منع شي.
د فرانسې د روغتیا وزیر اورلین روسو اعلان وکړ چې د هیواد په ساحلونو او ځنګلونو کې به سګرټ څکول منع شي.
د فرانسې د روغتیا وزارت په رسمي ویبپاڼه کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د روغتیا وزیر لخوا د تنباکو د کنټرول د پروګرام په اړه بیان خپور شوی دی.
د فرانسې د روغتیا وزیر روسو په خپور کړي بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په فرانسه کې هر کال په اوسط ډول ۷۵ زره کسان د سګرټ څکولو له امله ژوند د لاسه ورکوي چې دا شمېره په ورځ کې له ۲۰۰ تنو سره برابر دی.
هغه ویلي دي چې سګرټ څکول په هیواد کې د مړینو لومړی لامل دی ، روسو اعلان وکړ چې دوی به په تدریجي ډول د ۲۰۲۳-۲۰۲۷ کلونو د تمباکو کنټرول نوي ملي برنامې په چوکاټ کې د سګرټو بیه لوړه کړي. په دې توګه به د سګرټو د یو پاکټ بیه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ یورو او په ۲۰۲۷ کال کې ۱۳ یورو ته لوړه شي.
روسو وویل چې د پروګرام په چوکاټ کې به په ساحلونو، عامه باغونو، په ځینو عامه سیمو لکه ښوونځیو او ځنګلونو کې د سګرټ څکول منع شي.
هغه د دې په بیانولو سره چې دوی د دې پروګرام سره په عامه ځایونو کې د سګرټو مصرف کموي، او ټینګار يي وکړ چې د دې ګامونو په اخیستلو سره، په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې سګرټ غواړي چې هغوې د سګرټ د لوګي د منفي اغیزو نه وژغوري.
هغه وویل چې ددې ترڅنګ به الکټرونیک سګرټو څښولو باندې هم بندیز ولګول شي. همداشان هغه څوک چې وغواړي سګرټ پریږدي د هغوې سره به لا زیاته مرسته وشي.