بوریل: د اسرائیلو لخوا د اشغال لاندې فلسطین په خاوره کې د نوو میشت ځایونو جوړول د ځان نه دفاع نده
د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي جوزف بوریل ویلي، د فلسطین په ځمکو کې د نورو غیرقانوني میشت ځایونو د جوړولو لپاره د اسرائیلو لخوا د نوې بودیجې تخصیص د ځان نه مشروع دفاع نه ده.
2069307
د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي جوزف بوریل ویلي، د فلسطین په ځمکو کې د نورو غیرقانوني میشت ځایونو د جوړولو لپاره د اسرائیلو لخوا د نوې بودیجې تخصیص د ځان نه مشروع دفاع نه ده.
د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي جوزپ بوریل د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په بیان کې ویلي دي " د اسرائیلو لخوا د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس سره، د اکتوبر په ۷ مه د پیل شوې جګړې په دوران کې د فلسطین په خاوره کې د نورو نوو غیرقانوني میشت ځایونو د جوړولو لپاره نوې بودیجې تخصیص کولو پریکړې زه ډیر زیات اندیښمن او ډارولی یم."
بوریل ټینګار وکړ چې دا د ځان دفاع نه ده او پریکړه به اسرائیل هیڅوخت خوندي نه کړي.
هغه وويل: "ناقانونه ميشت ځايونه له نړيوالو بشري حقونو څخه جدي سرغړونه او د اسرائيلو تر ټولو ستره امنيتي ستونزه ده."