په نړۍ کې د یورو فایټر ډوله جنګي الوتکو په اړه لیوالتیا ډیره شوې ده

په آلمان کې د پوځي هوايي صنعت سکتور د حکومت له خوا د وروستیو پریکړو او نړیوالو پرمختګونو په پایله کې له ژور بحران سره مخ دی.

2068390
په نړۍ کې د یورو فایټر ډوله جنګي الوتکو په اړه لیوالتیا ډیره شوې ده

 په آلمان کې د پوځي هوايي صنعت سکتور د حکومت له خوا د وروستیو پریکړو او نړیوالو پرمختګونو په پایله کې له ژور بحران سره مخ دی.

د آلمان د هوايي ځواک  د اړتیا وړ الوتکو په اړه ستر قراردادونه  د F-35 جنګي الوتکو پیرود، له امله  امریکایي دفاعي شرکتونو ته ورکړ شوي دي. د اروپا دفاعي شرکتونه لکه  ایربس ډیفنس ایند سپیس  تر اوسه د فدرال اردو له ځانګړي فنډ څخه ګټه نه ده اخیستې.

په همدې مناسبت د چهار شنبې په ورځ په مانشینګ ښار کې د ایربس په فابریکه کې یوه لویه مظاهره وشوه چې شاوخوا ۳۰۰۰ کارکوونکو پکې ګډون کړی و. د کار شورا او د ایربس مدیریت د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره د نورو یورو فایټرو ډوله جنګي الوتکو فرمایش ورکړي. په مانشینګ کې لاریون د آلمان په دفاعي صنعت کې د څو اونیو ناکراریو یوه برخه ده او د IG میټل اتحادیې لخوا هم ملاتړ کیږي.

د یورو فایټر ډوله جنګي الوتکو په اړه په نړۍ کې لیوالتیا او غوښتنې په نړیواله کچه مخ په ډیریدو دي. تورکیه غواړي چې ۴۰ یورو فایټر جنګي الوتکې وپیري  چې پدې برخه کې  د انګلستان او اسپانیا منظوري هم ترلاسه کړې ده ، خو جرمني تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې. په هرصورت، دا امکان نلري چې آلمان به د هیواد د وسلو د صادراتو د محدودیت پالیسۍ له امله هو ووایي.



اړوند خبرونه