د هند په جمو او کشمیر سیمه کې مقاومت ځواکونو  سره په نښته کې ۴ هندي پوځیان وژل شوي دي.

په جمو او کشمیر کې د هندي پوځیانو او مقاومت ځواکونو ترمنځه نښته شوې

2067922
د هند په جمو او کشمیر سیمه کې مقاومت ځواکونو   سره په نښته کې ۴ هندي پوځیان وژل شوي دي.

د هند په جمو او کشمیر سیمه کې مقاومت ځواکونو   سره په نښته کې ۴ هندي پوځیان وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژآنس  د هند د پوځی سرچینو له قوله ویلي دي چې پرون سهار د راجوری ولسوالۍ په جنوب کې د ځنګل په سیمه کې د مقاومت د جنګیالیو او پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.

ویل شوي چې په دې نښته کې د دوو کپتانانو په ګډون ۴ هندي پوځیان وژل شوي دي.

د انډین ایکسپریس په یوه راپور کې ویل شوي، چې په جګړه کې یو تن مقاومت ځواکونو یو تن جنګیالی هم وژل شوی دی.

د هندي رسنیو په وینا سیمې ته تازه دمي ځواکونه استول شوي او د مقاومت ځواکونو  پر ضد عملیات دوام لري.

د ویلو ده چې هندي ځواکونو د نوامبر په ۱۷ مه نيټه د جمو او کشمیر په کولګام سیمه کې د مقاومتګرانو په وړاندې په پیل کړو عملیاتو کې د ۵ تنو مقاومت ځواکونو د وژلو نه خبر ورکړی وو.



اړوند خبرونه