د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوې الوتکې سقوط کړی
د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط په پېښه کې پیلوټ وژل شوی دی.
2067353
د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط په پېښه کې پیلوټ وژل شوی دی.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې اعلان وکړ چې د موني M20 ډوله الوتکه په ایر پارک دالاس هوايي ډګر کې له ښکته کېدو مخکې سقوط شوه.
الوتکه د دالاس ښار په پلانو ولسوالۍ کې د شاپینګ مال مخې ته غورځېدلې چې له امله یې شاوخوا سیمو کې ځینو دوکانونو ته لږ زیان اوښتی او یو پارک شوی موټر هم سوځېدلی دی.
پولیسو ویلي دي چې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ويل شوي دي چې ددغې پيښې په باب څيړنې دوام لري .