په سومالیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیر ۵۳ تنو ته لوړ شو.
په سومالیا کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۵۳ تنو ته لوړه شوه
په سومالیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیر ۵۳ تنو ته لوړ شو.
د سومالیا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد مولین عبدالله رسنیو ته په خپله وینا کې وویل چې د زیاتو بارانونو او سیلابونو له امله یو نیم میلیون خلک اغیزمن شوي او له ۵ زرو څخه ډیر کورونه ویجاړ شوي.
عبدالله وويل چې د ناورين له امله ٥٣ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په سومالیا کې تر ټولو ډیر د هیران، باکول، خلیج او ګیدو سیمې د سیلابونو له امله اغیزمندې شوي دي .
مالداري او کرنیزې ځمکو هم د سیلابونو له امله زیان لیدلی دی.
سومالیا او کینیا، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي، د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر اغیزمن شوي هیوادونه دي.
کینیا خپلو اتباعو ته د ډیر باران له امله خبرداری ورکړی. له سیلابونو وروسته د سومالیا په ځینو برخو کې "اضطراري حالت" اعلان شو.