د فرانسې یوې محکمې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د نیولو حکم وکړ
په فرانسه کې یوې محکمې په ۲۰۱۳ کال کې یې د سوریې پر خلکو د کیمیاوي وسلو سره د برید د ترسره کولو او د بشریت ضد جنایت له امله په نړۍواله کچه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړ .
په فرانسه کې یوې محکمې په ۲۰۱۳ کال کې یې د سوریې پر خلکو د کیمیاوي وسلو سره د برید د ترسره کولو او د بشریت ضد جنایت له امله په نړۍواله کچه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړ . د ویلو ده چې د پاریس د محکمې لخوا په نړۍواله کچه د اسد د نیولو دا حکم لومړنی نړۍوال د نیولو حکم دی چې د اسد پر خلاف صادریږي.
د فرانسې قاضیانو پریکړه وکړه چې بشارالاسد د سوریې د خلکو په وړاندې په جنګي جرمونو کې ښکیل او شریک دی.
محکمې د بشارالاسد سربیره د هغه د ورور ماهر اسد چې د سوریې د ځانګړو ځواکونو قوماندان دی او د سوریې د دوو نورو لوړ پوړو چارواکو د نیولو امر هم صادر کړی دی.
په فرانسه کې د سوریې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د مرکز له خوا په پرانیستل شوي اقامه د دعوا کې، قاضیانو حکم وکړ چې په ختیځه غوطه کې د کیمیاوي وسلو برید چې له امله یې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي، د سوریې د پوځ مشر بشارالاسد او د قوماندانو له خبرتیا پرته نه شي ترسره کیدلی.
د پاریس د محکمې پریکړه د سوریې د مشر د نیولو لومړنی نړیوال حکم دی.