د چین په شان سي ایالت کې په یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په چین کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

2065309
د چین په شان سي ایالت کې په یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د چین په شان سي ایالت کې په یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، نن د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د لوليانګ ښار  کې په یوې ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

په اور لګېدنه کې ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې لامل یې لا نه دی معلوم.

ویل کیږي  دا ودانۍ چې د ډبرو سکرو د یو شرکت اړوند وه ۷۰ تنه ترینه ژوندي وژغورل شول. د ژغورل شوو کسانو نه ۶۳ تنه يي په روغتون کې بستر شوي دي. ویل کیږي د نوموړو کسانو نه ۳۸ تنه يي ټپیان شوي وو.

له بلې خوا چارواکو اعلان کړی چې په ۴ پوړیزه ودانۍ کې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغلې  او د لټون او ژغورنې چارې پای ته رسېدلې دي.

پيوندونه: #اورلګیدنه , #چین

اړوند خبرونه