په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ اړوند یوې پوځي الوتکې سقوط کړی دی.
د امریکايي خواکونو یوې الوتکې په مدیترانه کې سقوط وکړ
2063507
په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ اړوند یوې پوځي الوتکې سقوط کړی دی.
په اروپا کې د امریکايي خواکونو د قومندانۍ له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د نوامبر په لسمه نیټه ددوې یوه پوځي الوتکه په مدیترانه کې ولویده.
په بیان کې راغلي دي چې دا پیښه د روزنیزې الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده .
پدې پيښه کې په الوتکه کې سپرو ۵ تنو پرسونل ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ د سقوط شوې الوتکې د ډول، د پیښې د دقیق ځای او یا وخت په اړه معلومات ندي ورکړ شوي .
په بیان کې راغلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات دوام لري. د لومړنیو تحقیقاتو نه دا معلومه شوې ده چې دا پيښه د دښمن د کوم فعالیت په نتیجه کې نه بلکې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده .