په یمن کې حوثیانو د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه په وسلو سمبال ډرون الوتکه وویشتله.

حوثیانو د امریکا یوه ځانګړې په وسلو سمبال ډرون الوتکه وویشتله

2062406
په یمن کې حوثیانو د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه په وسلو سمبال ډرون الوتکه وویشتله.

په یمن کې حوثیانو د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه په وسلو سمبال ډرون الوتکه وویشتله.

په یمن کې حوثیانو اعلان وکړ چې دوی د امریکا بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. د حوثیانو لخوا په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې د امریکا اړوند یوه  MQ9 ډوله بې پیلوټه الوتکه چې د یمن په هوایی حریم کې یې د "څارنې او جاسوسۍ" فعالیتونه ترسره کول تثبیت او وویشتله.

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي د حوثیانو لخوا ددوې د یوې په وسلو سمبال ډرون الوتکې د ویشتو او غورځولو پخلی وکړ.

 دغه چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې ویلي، موږ تاییدولی شو چې د امریکا د پوځ یوه MQ-9  ډوله الوتکه په داسې حال کې ویشتل شوې چې د یمن له سواحلو څخه لرې  په نړیوالو اوبو کې په نړیوال فضايي حریم کې وه.

د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو لنډه موده مخکې  همدې سیمې ته یوه اټومي‌ اوبتل یا تحت البحري‌ کښتۍ ، د الوتکو انتقالوونکې دویمه ستره کښتۍ او تعرض ډله لیږلې وه.

همداشان بحرالاحمر ته چې امریکا ته اټومي‌ تحت البحري‌ او تعرض ډله استولې ده ، په همدې سیمه کې د امریکا ډرون ویشتل شوې ده.

دا لا معلومه نده چې امریکا به ددې پیښې پر وړاندې څه ډول غبرګون وښايي. خو دومره ویلی شوو چې ددې پيښې له امله به د بایدن پر حکومت فشارونه ښه پسې ډیر شي.



اړوند خبرونه