د سوریې په دیرالزور او حسکه ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه شوي .
په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه شوي
د سوریې په دیرالزور او حسکه ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه شوي .
له سیمه ییزو سرچینو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د دیرالزور په کونیکو او د حسکه په مالکیه سیمه کې د امریکا د پوځ پر هډو د نامعلومو وسله والو او بې پیلوټه الوتکو لخوا بریدونه شوي.
ویل کیږي پدې بریدونو کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
په سوریه کې په دې وروستیو ورځو کې د حمص په طنیف سیمه، د الحسکه ولایت په مالکیه او شدادي ولسوالیو او په دیرالزور کې د امریکايي پوځیانو پر هډو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه ترسره شوي دي.
د دیرالزور ولایت یوه لویه برخه کې چې د پي کاکا ترهګريز سازمان تر اشغال لاندې ده ، د ولایت مرکزي او اطراف د بشاراسد رژیم تر کنټرول لاندې دي.
د ایران ملاتړې ډلې کله ناکله د فرات سیند په ختیځه څنډه کې د امریکا پر هډو راکټي او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي .
د ویلو ده چې د اکتوبر په ۷ مه نیټه د اسرائیلو لخوا پر غزې د ظالمانه او وحشیانه بریدونو د پیلیدو نه راپدیخوا په سوریه او عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډو هم بریدونو کچه لوړه شوې ده .