د اندونیزیا باندا ساحل دوه پرله پسې زورورو زلزلو ولړزو.
د امریکا جیولوژیکو څيړونو مرکز د معلوماتو له مخې د اندونیزیا باندا ساحل د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۱ په شدت سره دوو پرله پسې زورورو زلزلو ولړزو.
2061910

ویل کیږي د زلزلې مرکز د اندونیزیا د مالوکو ایالت سویل لوري ته په ۳۴۰ کیلومترۍ کې سیمه ښودل شوې ده .
زلزله د باندا ساحل په سمندر کې د ۱۰ کیلومترو په ژوروالي سره رامنخته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په زلزله کې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د زلزلې نه وروسته د توسونامي په اړه خبرداری هم ندی ورکړ شوی.