په نایجیریا کې پر ملکي وګړو د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لویدیځې افریقا هیواد نایجیریا په کاتسینا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
2061333
د لویدیځې افریقا هیواد نایجیریا په کاتسینا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نایجیریا د رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو د کاتسینا ایالت په موسوا ولسوالۍ کې د مولود لمانځلو لپاره پر راټولو شویو خلکو ډزې کړې دي.
په برید کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
نایجیریا په دې وروستیو کې د بوکو حرام او ISWAP ترهګریزو سازمانونو او همدارنګه د هیواد په بیلابیلو برخو کې د وسله والو ډلو له بریدونو سره مخ دی.
ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د برید په اړه يي پراخه پلټنې پيل کړي دي.