په برازیل کې یوې الوتکې سقوط‌ کړی

په برازیل کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2057682
په برازیل کې یوې الوتکې سقوط‌ کړی

په برازیل کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دغه  الوتکه چې د دغه هېواد د ریو برانکو ښار له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه ، د اکری ایالت په امازون ځنګلونو کې ولوېده.

په پیښه کې په الوتکه کې سپاره ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ. ویل شوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم دی.

د الوتکې اړوند شرکت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی ددې پيښې  په اړه ژور خواشیني دي او الوتکې له  لویدو  سمدستي وروسته اور واخیست.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر امبولانسونه او د اور وژنې ډلې استول شوي دي.

د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.



اړوند خبرونه