په قزاقستان کې د سکرو په یو معدن کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په قزاقستان کې په معدن کې اورلګیدنې په لسګونو تنه وژلي دي
2057041
په قزاقستان کې د سکرو په یو معدن کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا پيښه د قزاقستان د قره غاندي په ښار کې رامنځته شوې ده .
د سیمې مسئولینو ویلي دي چې په معدن کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو پر مهال ۲۵۲ تنو معدن کیندونکو شتون درلود.
د اورلګیدنې نه وروسته ۲۰۵ تنه معدن کیندونکی وژغورل شول . همداشان پدې پیښه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د قزاقستان ولسمشر جومرت توقایف ویلي دي چې د هغه شرکت چې دا معدن يي اړوند وو اجازه نامه فسخه کړې ده او فعالیت يي ورته درولی دی.
د پيښې لامل معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.