امریکا منځني ختیځ ته د سلګونو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

امریکا منڅني ختیځ ته د ۹۰۰ تنو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه

2056508
امریکا منځني ختیځ ته د سلګونو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

امریکا منځني ختیځ ته د سلګونو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پاټریک رایډر اعلان کړی چې شاوخوا ۹۰۰  تنه سرتیري به منځني ختیځ ته واستول شي تر څو "د پراخې جګړې د مخنیوي" او "د امریکا د هډو د ساتنې پیاوړتیا" په برخه کې مرسته  وکړي.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو لخوا د ملکي وګړو په نښه کولو او په منځني ختیځ په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې د امریکایي هډو د بریدونو د زیاتوالي وروسته، د امریکا دفاع وزارت یو بل ګام پورته کړ. د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پاټریک رایډر په یوه بیان کې ویلي، نږدې ۹۰۰ تنه سرتېري به منځني ختیځ ته ولېږل شي  تر څو "د پراخې جګړې د مخنیوي" او "د امریکا د هډو د ساتنې " لپاره کار وکړي.

رایډر، د دې په اړه  چې دا عسکر به چیرته ځای پر ځای شي  جزئیات ورنه کړل. هغه وویل، "زه دا تاییدولی شم چې دا عسکر  به اسرائیلو ته لاړ نه شي."

رایډر وویل، تېره اوونۍ په عراق کې د امریکا پر پوځي هډو ۱۲ ځله  او په سوریه کې ۴ ځله بریدونه شوي دي.



اړوند خبرونه