روسیې د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو سره د ځوابي اټومي برید تطبیقات ترسره کړل.
روسیې د اټومي وسلو تطبیقات ترسره کړل
روسیې د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو سره د ځوابي اټومي برید تطبیقات ترسره کړل.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه تطبیقاتو کې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د ویدیو کنفرانس له لارې تعقیبدل ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو د اټومي وسلې کارولي دي.
په بیان کې راغلي چې د تطبیقاتو په ترڅ کې بالستیک او کروز توغندي وتوغول شول او دا توغول د روسیې د ملي دفاعي کنټرول مرکز لخوا کنټرول شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تمریناتو کې د یارس لویو وچو نه تیریدونکي بالستیک او سینیوا بالستیک توغندي کارول شوي دي.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو چې د نوموړو تطبیقاتو په اړه ولسمشر ولادیمیر ته معلومات ورکول ویلي دي،"په دې تمرین کې د دښمن د اټومي برید په ځواب کې د لوی اټومي برید ترسره کولو لپاره د ماموریت تمرین کول شامل دي."