د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي‌ چارواکي‌ د اسرائیلو سره د امریکا د مرستو له امله استعفا وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي - پوځي چارو رئیس جوش پاول د اسرائیلو په قبال کې د امریکا  د ناوړه   سیاستونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

2053022
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي‌ چارواکي‌ د اسرائیلو سره د امریکا د مرستو له امله استعفا وکړه

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي - پوځي چارو رئیس جوش پاول د اسرائیلو په قبال کې د امریکا  د ناوړه   سیاستونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

پاول جوش   د خپلې استعفا لامل "اسرائیل ته زموږ د وژونکو مرستو د دوام په اړه اختلاف" وباله.

پاول په یوه استعفا لیک کې چې د حماس برید او د حزب الله یا ایران لخوا احتمالي تاوتریخوالي‌ شونتیا يي غندلي‌ لاندې څرګندونې کړي‌ دي.

"زه پوره باور لرم  چې د اشغال حالت لپاره امریکا لخوا د اسرائیلو نه دا ملاتړ  به اسرائیلو ته  یوازې د لوی او ژور رنځ لامل بل څه ورنکړي. دا ملاتړ د فلسطین د خلکو او په اوږد مهال کې پخپله د په ګټه نه دی. زمونږ دا  ړوند ملاتړ په اوږد مهال کې د دواړو خواوو د خلکو ګټو ته زیان رسوي. "زه ویره لرم چې موږ به هغه تیروتنې تکرار کړو چې موږ په تیرو لسیزو کې کړې دي، او زه  نه غواړم د دې پروسې برخه شم."

د پاول استعفا په ټوله نړۍ کې پراخ انعکاس موندلی دی. الجزیرې  دا پرمختګ خپلو لوستونکو ته  "د امریکا لوړ پوړي چارواکي د اسرائیلو سره د وژونکو مرستو له امله استعفا وکړه."  د سرلیک لاندې وړاندې کړی دی. واشنګټن پوسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي‌ چارواکي جوش پاول د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د وسلو د لیږد له امله استعفا وکړه. پولیټیکو وویل، د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د اسرائیل او حماس په جګړه کې د ویجاړونکو پریکړو له امله استعفا وکړه. د هفینګټن پوسټ "د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړی چارواکی د بایډن د غزې د پالیسۍ په اړه استعفا وکړه". له بلې خوا په اسرائیلو کې میشته هارتز «د غزې په تړانګه کې د امریکا د اسرائیلو د تګلارې په اعتراض کې د بهرنیو چارو د وزارت لوړپوړي چارواکي استعفا وکړه.



اړوند خبرونه