بایدن دا پوښتنه چې ایا اسرائیل د جګړې د قوانینو سره سم چلند کوي ؟ ځواب نکړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ چې ایا اسرائیل د جګړې له قوانینو سره سم عمل کړی او که نه؟
د امریکا ولسمشر جو بایډن دې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ چې ایا اسرائیل د جګړې له قوانینو سره سم عمل کړی او که نه؟
بایډن اسرائیلو ته د خپل سفر څخه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال دا پوښتنه چې "ایا تاسو فکر کوئ چې اسرائیل د جګړې له قانون سره سم عمل کوي؟" بې ځوابه پرېښوده.
بایډن پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر ځای د خبریالانو نه مننه وکړه او ځان يي تیر راوړه.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر په اسرائیلي مطبوعاتو کې هغه راپورونه هم رد کړي وو چې د امریکا د ادارې چارواکو ویلي و چې که حزب الله د اسرائیلو پر ضد جګړه پیل کړي، د امریکا پوځ به په دې جګړه کې د اسرائیلي پوځ ملاتړ وکړي.
بایډن د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د احتمالي ځمکني عملیاتو د لغوه کولو د احتمال په اړه یوازې وویل چې د اسرائیلو او امریکا پوځي چارواکي په دې اړه بحثونه کوي چې بدیلونه څه دي.
بایډن دا هم ویلي چې له غزې د امریکايي اتباعو د ایستلو هڅې روانې دي.
بایډن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ټیلیفوني خبرو کې له اسرائیلو څخه د راستنیدو پر مهال وویل چې سیسي په پیل کې موافقه کړې وه چې غزې ته د شاوخوا شل لاریو د تګ لپاره پوله پرانیزي.