د اذربایجان ولسمشر د فرانسې  د ولسمشر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

علي یف : پداسې حال کې چې فرانسې یو نیم میلیون تنه الجزایان یواځې ددې له امله چې الجزایان او مسلمانان ول وژلي دي ، خو نن ورځ اذربایجان د بشري حقونو نه په سرغړونو تورنوي.

2049995
د اذربایجان ولسمشر د فرانسې  د ولسمشر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د اذربایجان ولسمشر د فرانسې  د ولسمشر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ویلي،  مخکې له دې چې فرانسه آذربایجان  د نړیوالو قوانینو په سرغړونې تورنه کړي ، لومړی دی خپل تاریخ ته وګوري. فرانسې یو نیم  میلیونه الجزایران  یوازې په دې خاطر وژلي چې الجزایریان او مسلمانان وو.

الهام علی یف د خپلواکو دولتونو د مشترک المنافع (CIS) د غړو هیوادونو د استخباراتو او ملي امنیت  د ادارو مشرانو سره لیدنه وکړه.

علي يف په دې لیدنه کې د وينا پر مهال څرګنده کړه چې په لويديځ کې ځينې هېوادونه هڅه کوي اذربايجان چې خپله خاوره يې ازاده کړې، د يوه «اشغالګر» په توګه او ارمنستان چې له کلونو راهيسې يې د اذربايجان خاوره اشغال کړې، د «قرباني» په توګه انځور کړي. په دې کار کې رهبري کوي.

علی یف د فرانسې د ولسمشر د هغو ادعاوو په بیانولو سره چې ګواکې اذربایجان له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې ده ډیر سخت غبرګون وښود.هغه وویل چې

"فرانسې  یو نیم  میلیونه الجزایریان یوازې په دې خاطر ووژل  چې دوی الجزایریان او مسلمانان وو. دا نسل وژنه ده. په افریقا او د نړۍ په نورو برخو کې د فرانسې د خونړیو وژنو یادونه مه کوئ. دا د تصور وړ نه ده چې فرانسه نن ورځ هم استعمار لري. یو زیات شمیر هیوادونه نن ورځ هم ددوې نه خلاص ندي. پس داسې یو هیواد څه ډول موږ د نړیوالو قوانینو په سرغړونې تورنوي. دا بې بنسټه تورونه دي."

علی یف د دې په بیانولو سره چې ځینې هیوادونه غواړي د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي، وویل: موږ هغه منځګړیتوب منو چې تعصب نه لري، خو د فرانسې د منځګړیتوب هڅې چې له ټولو ډیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه ده، سپکاوی، بدې خبرې، پارونې، او درواغ دي. له منطق سره مطابقت نه لري، موږ داسې منځګړي ته اړتیا نه لرو."

علی یف په دې باندې په ټینګار سره چې اذربایجان له ارمنستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره چمتو دی وویل، موږ چمتو یو چې د سولې د موافقې په اړه کار ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه