د اوکراین ولسمشر د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې د ناټو د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتر څخه چې د دفاع وزیرانو غونډې پکې دوام درلود په ناڅاپي توګه لیدنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتر څخه چې د دفاع وزیرانو غونډې پکې دوام درلود په ناڅاپي توګه لیدنه وکړه.
زیلینسکي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او او اوکراین تر منځ د جګړې له پیلېدو وروسته د لومړي ځل لپاره ناټو مرکزي دفتر څخه لیدنه کوي ، په دروازه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ لخوا ترینه هرکلی وشو.
زیلینسکي د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې راتلونکی ژمی به د ده د هېواد لپاره یو له سترو ازموینو څخه وي.
زیلینسکي ویلي چې دوی به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره د اوکراین د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي. زیلینسکي وویل: د دوی لومړیتوب د هوایی دفاع سیسټم دی.
"موږ اړتیا لرو چې د هوا دفاعي سیسټمونه د خپلې خاورې په کنکریټ جغرافیایي نقطو کې ځای په ځای کړو ترڅو د انرژۍ شبکې او د غلو د لیږد لارې خوندي کړو."
له بلې خوا سټولټنبرګ ویلي چې دوی به د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
سټولټنبرګ اوکراین ته د هوايي دفاع، توپچي سیسټمونو او مهماتو د ملاتړ اړتیا په ګوته کړه او یادونه یې وکړه چې دوی نن د متحدینو څخه د نوي ملاتړ بیاناتو تمه لري.