د امریکا متحده ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړ.
لویدیځو مشرانو له اسرائیلو خپل قوي ملاتړ اعلان کړ
د امریکا متحده ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني او د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سناک د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانې شخړې د حل په موخه د غونډې نه وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
پداسې حال کې چې مشرانو د اسرائیلو لپاره په خپل کلک ملاتړ ټینګار وکړ، دوی وویل چې دوی په څرګنده توګه حماس غندي.
مشرانو دې ته په اشارې سره چې دوی به اسرائیلو نه د خپل ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره د هڅو ملاتړ وکړي. لویدیځ مشرانو خبرداری ورکړ چې د دې هیواد دښمنان باید له دې بریدونو څخه د ګټې په توګه کار وانخلي.
" موږ به د اسرائیلو د متحدینو او ملګرو په توګه همغږي پاتې شو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې اسرائیل کولی شي له ځانه دفاع وکړي او بالاخره د یو سوله ایزې او مدغم منځني ختیځ سیمې لپاره شرایط رامنځته کولو لپاره به مونږ همغږي پاتې شو."
د ویلو ده چې د حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "اقصی سیلاب" په نوم یې پر اسرائیلو پراخ برید کړی دی. په داسې حال کې چې له غزې څخه د اسرائیلو پر لور زرګونه توغندي توغول شوي، وسله والې ډلې په سیمه کې میشت ځایونو ته ننوتلي دي.
د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی چې د جنګي الوتکو په مرسته یې د غزې تړانګې پر ضد د اوسپنې تورو عملیات پیل کړي دي.
د دواړو غاړو تر منځ په زیاتېدونکي کړکېچ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.