په هند کې د سیلابونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
د هند په سيکيم ایالت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۳ پوځیانو په ګډون ۱۲۰ تنه لادرکه شوي دي.
2046529
د هند په سيکيم ایالت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۳ پوځیانو په ګډون ۱۲۰ تنه لادرکه شوي دي.
د سیکیم ایالت د ناورین مدیریت ادارې عمومي رئیس پرابهاکر رای یادونه وکړه چې د ماښام په لاچین سیمه کې ناڅاپه د اوبو کچه لوړه شوه او سیلابونه راغلل.
دولتي چارواکو اعلان کړی، چې د لومړنیو پایلو له مخې په سېلاب کې ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۳ سرتېرو په ګډون ۱۲۰ کسان لادرکه دي.
چارواکي، چې فکر کوي سیلابونه د "د کنګل جهيل د ډیر جریان" له امله رامنځ ته شوي، د مسلې په اړه څیړنې کوي.
د لویدیځ بنګال لومړۍ وزیرې ممتا بنرجي ویلي، له سیمې ۱۰ زره کسان ایستل شوي او د ایالت په ۹ بېلابېلو سیمو کې جوړو شویو کمپونو ته لېږدول شوي دي.