د ایټالیا په وینس ښار کې د یوه بس د چپه کیدو له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ايټاليا د وينس ښار په ميسترې ولسوالۍ کې يو بس د یو هوايي پله نه لاندې د غورځیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

2045838

د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته یو زیات شمیر  امبولانسونه او ژغورنې ډلې  د پیښې ځای ته ولیږل شوې. د وینس ښاروال لویس برګنارو د پيښې په اړه وویل، د لومړنیو موندنو له مخې، لږترلږه ۲۰ کسانو په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۰ تنو ډیر ټپيان شوي  دي. هغه  زیاته کړه چې، "نن زموږ په ټولنه کې یوه لویه غمیزه رامنځ ته شوې. هغه وویل، «ما سمدلاسه په ښار کې د دې پيښې د  قربانیانو په یاد ماتم اعلان کړ. د ايټاليا د رسنیو د خبر له مخې ويل شوي، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي او د پېښې لامل لا نه دى معلوم. د پیښې له امله د میسټرې او وینس ترمنځ د اورګاډي پټلۍ سفرونه هم  ځنډول شوي  دي.

اړوند خبرونه