د سویډن: ګمان نه کوي چې د تورکیې پارلمان په روانه میاشت کې د سویډن د ناټو غړیتوب تصویب کړي
د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن وویل چې دی په ډاډ سره نشي ویلای چې په ناټو کې د هغه هیواد د غړیتوب غوښتنلیک به په روانه میاشت کې د تورکیې ملي شورا تصویب کړي.
د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن وویل چې دی په ډاډ سره نشي ویلای چې په ناټو کې د هغه هیواد د غړیتوب غوښتنلیک به په روانه میاشت کې د تورکیې ملي شورا تصویب کړي.
کریسټرسن د سویډن رسنیو ته په ناتو کې د خپل هیواد د غړیتوب د غوښتنلیک په اړه د بیان په ورکولو سره وویل چې تورکیه به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه پریکړه وکړي.
کریسټرسن وویل، "زه دا ژمنه نه شم کولای چې د ناټو غړیتوب به د اکتوبر په میاشت کې تصویب شي. دا پریکړه د تورکیې پورې تعلیق لري ، تورکیه خپله پریکړه کوي."
کریسټرسن وویل، دوی موافقه وکړه چې د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن د تصویب بهیر باید ژر تر ژره د تورکیې د ملي شورا له پرانستلو وروسته پارلمان ته واستول شي.
"هرڅوک داسې فکر کوي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب به د تورکیې د پارلمان له پرانیستلو وروسته تصویب شي. پارلمان اوس پرانیستل شو. مونږ هم همدا فکر کوو چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویب وخت رارسیدلی دی."
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.