د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند زوروره چاودنه شوې ده .
د اوزبیکستان د بیړنیو حالاتو وزارت د معلوماتو له مخې د تاشکند د نړۍوال هوايي ډګر ترڅنګ د سرګیلي په سیمه کې د یو شرکت په ډیپو کې د نامعلوم لامل له امله زوروره چاودنه رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې یو تن مړ او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د پيښې نه وروسته سمدلاسه د اور وژنې ډلې سیمې ته رسیدلي او د اورلګیدنې د مړولو په چارو يي پيل کړی دی.
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي د تاشکند په لرې پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی.
د اوزبیکستان لومړي وزیر د پیښې د ځای نه لیدنه وکړه. د بله پلوه د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف مسئولینو ددې پيښې متضررینو سره د مالي مرستې کولو هدایت ورکړی دی. د پيښې د څیړولو په موخه یو کمیسیون په دنده ګمارل شوی دی.