اذربایجان په قره باغ کې د ترهګرۍ ضد په وروستیو عملیاتو کې د خپل ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړه.

د آذربایجان پوځ  ویلي‌ دي‌ چې په قره باغ کې د ترورېزم ضد عملیاتو کې ۱۹۲ تنه پوځیان شهیدان شوي دي.

2042931

د اذربایجان د روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې د ملي دفاع وزارت ۱۸۰ منسوبین او د کورنیو چارو وزارت ۱۲ منسوبین شهیدان شوي او ۵۱۱ سرتیري ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د ارمني ځواکونو د ډزو په پایله کې ۱ تن ملکي وګړی وژل شوی او ۱ تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د اذربایجان پوځ د سپټمبر په ۱۹ مه په قره باغ کې د اساسي قانون د حاکمیت لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړل.

په قره باغ کې ناقانونه ارمني وسله والو له څه باندې ۲۴ ساعتونو عملیاتو وروسته خپلې وسلې پر ځمکه کیښودې.

اړوند خبرونه