د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په ذخیره کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۲۵ تنو لوړه شوه
د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۲۵ تنو ته لوړه شوه.
د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۲۵ تنو ته لوړه شوه.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د تیرې دوشنبې په ورځ د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې خان کیندي په ښار کې د تیلو په یوې ذخیره کې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د چاودنې او اورلګیدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د ارمنستان د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې چاودنه کې د مړو شمیره د ۲۰ نه ۱۲۵ تنو ته لوړه شوې ده او د ډیری کسانو مړي ارمنستان ته انتقال شوي دي.
د بله پلوه د ارمنستان د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې چاودنه د خان کیندي او عسکران په لاره کې رامنځته شوې ده . اورلګیدنه د اذربایجان د اور وژنې ادارې لخوا وژل شوې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ پدې چاودنه کې د ۲۹۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.