په ایټالیا کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ایټالیا د هوايي ځواکونو اړوند یوې جنګي الوتکې د روزنیزو فعالیتونو پر مهال سقوط وکړ.
2038337
په ایټالیا کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ایټالیا د هوايي ځواکونو اړوند یوې جنګي الوتکې د روزنیزو فعالیتونو پر مهال سقوط وکړ.
د ایټالیوي رسنیو د خبر له مخې دا پيښه د ایټالیا د تورین په ښار کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي د سقوط شوې الوتکې یوه پارچه د حرکت په حال کې د یو موټر سره جنګیدلې ده چې په نتیجه کې یوې ماشومې ژوند د لاسه ورکړی او یو بل تن سخت ټپي شوی دی.
د الوتکې پيلوټ د پيښې پر مهال ځان د الوتکې نه په پراشوټ کې ګوزار کړی وو.
پدې پيښه کې د الوتکې پيلوټ ژوند ژغورل شوی دی.
د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.