په روسیه کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې د دفاع وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د روسیې د هوايي او فضایي ځواکونو اړوند یوه Su-24 ډوله جنګي الوتکه د ولګوګراد په سیمه کې سقوط شوې .
2036970
په روسیه کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې د دفاع وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د روسیې د هوايي او فضایي ځواکونو اړوند یوه Su-24 ډوله جنګي الوتکه د ولګوګراد په سیمه کې سقوط شوې . په بیان کې راغلي دي چې الوتکه د پلان له مخې د یوې تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط کړی دی.
ویل کیږي په الوتکه د الوتنې پر مهال هیڅډول مهماتو شتون نه درلود چې په یوه صحرايي سیمه کې رالوېدلې ده. "د لټون او ژغورنې ډلې پورې اړوند Mi-8 چورلکې د پیښې ځای ته لیږل شوي."
که څه هم د پیلوټانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولګوګراد ښار کلاچیوفسکي ښار ته څېرمه د الوتکې د نسکورېدو له امله چاته ځاني او مالي زیان نه دی رسېدلی.