په سویلي‌ افریقا کې ستره فاجعه رامنځته شوې

د جنوبي افریقا تر ټولو لوی ښار جوهانسبرګ کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

2031414
په سویلي‌ افریقا کې ستره فاجعه رامنځته شوې

د جنوبي افریقا تر ټولو لوی ښار جوهانسبرګ کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

د سویلي افریقا د بیړني مدیریت خدماتو په یوه بیان کې وویل چې د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  په جوهانسبرګ کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې اور لګیدنه رامنځته شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۷۳ تنه مړه او ۵۲ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ پدې ودانۍ کې چې اورلګیدنه رامنځته شوې ده په دولت کې د تشې یا خالي‌ ودانۍ په توګه ثبت وه. همداشان ادعا شوې ده چې پدې هیواد کې غیرې قانوني‌ خلک پدې ودانۍ کې اوسیدل.

په ودانۍ کې د لټون او ژغورنې چارې دوام لري.



اړوند خبرونه