اوکراین په پخموت کې د ۳ کیلومتره سیمې د ژغورولو نه خبر ورکړ

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار بخموت ته نژدې درې کیلومتره سیمې د ژغورولو نه خبر ورکړ.

2027279
اوکراین په پخموت کې د ۳ کیلومتره سیمې د ژغورولو نه خبر ورکړ

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار بخموت ته نژدې درې کیلومتره سیمې د ژغورولو نه خبر ورکړ.

هغې د دفاع وزارت د نظامي مطبوعاتي مرکز د ټولنیزو رسنیو د پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې ، د بخموت په لور د اوکراین پوځ پرمختګ ته دوام ورکوي.

ملیار وویل چې د اوکراین پوځ د بخموت ښار په جنوبي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

"په تیره اونۍ کې ۳ کیلومتره سیمه بیرته ژغورل شوې ده. په ټولیز ډول، موږ کولی شو د بخموت شاوخوا ۴۳ کیلومتره ساحه ژغورلې ده ."

بخموت، د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شوه، کلیدي اهمیت لري، د می په میاشت کې د روسیې تر کنټرول لاندې راغی.


پيوندونه: #جګړه , #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه