لوکاشینکو: بیلاروس او چین د نړۍ د اوسني او راتلوونکي نظام په اړه ګډ نظر لري
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وویل چې د چین سره د نړۍ د اوسني او راتلونکي نظام په اړه ګډ نظر لري.
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وویل چې د چین سره د نړۍ د اوسني او راتلونکي نظام په اړه ګډ نظر لري.
د بیلاروس خبري اژانس بیلټا د خبر له مخې لوکاشینکو د چین له دفاع وزیر لی شانګفو سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې مینسک ته تللی دی لیدنه وکړه.
لوکاشینکو په دې لیدنه کې وویل چې " بيلاروس او چين د څو قطبي نړۍ، د ځمکنۍ بشپړتيا او د پولو د يووالي ملاتړ کوي چې له دویمې نړيوالې جګړې وروسته ټاکل شوي دي، د هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته ژمن دي. په لنډه توګه د چين د بهرنۍ تګلارې په ټولیزه توګه زمونږ سره یو شان او ورته ده."
لوکاشینکو وویل چې د چین کورنی او بهرنۍ تګلاره په بشپړه توګه عادلانه ده او موخه یې د شخړو سوله ییز حل دی.
لوکاشینکو دې ته په اشارې سره چې نړۍ له بې ثباته دورې څخه تيريږي او پدې کې د بيلاروس او چين ګناه نه ده او په دغو شرايطو کې د روسيې او چين په دوستۍ تکيه کوي او ټينګار يې وکړ چې د بيلاروس او چين ترمنځ پوځي همکاري دریمګړي هیوادونه نه په نښه کوي.
د يادونې ده چې د بيلاروس مشر د مارچ په مياشت کې بېجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د دفاعي صنايعو په شمول د پوځي همکاريو د پراختيا په اړه موافقې ته ورسيد. د چين وزير لي يادونه وکړه چې د هغه د ليدنې موخه د دغه لوړ پوړي تړون عملي کول دي.