په ډومینیکن جمهوریت کې په یو بازار کې چاودنې په لسګونو تنه ووژل
د ډومینیکن جمهوریت په سان کریسټوبال ښار کې د "زاړه مارکیټ" په نامه په یوه تنور کې تیره ورځ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۵ ته لوړ شو.
د ډومینیکن جمهوریت په سان کریسټوبال ښار کې د "زاړه مارکیټ" په نامه په یوه تنور کې تیره ورځ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۵ ته لوړ شو.
چارواکو ویلي چې له چاودنې وروسته موندل شوي مړي د پېژندنې لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي.
د ډومینیکن جمهوریت د سوداګرۍ او صنایع وزیر ایټو بیسونو رسنیو ته وویل چې په بازار کې چاودنه ډیره زوروره وه. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د چاودنې په سیمه کې نږدې ۵۰۰ تنه د ژغورنې او لټون کارکوونکي کار کوي. تر ۳۰ ډیر امبولانسونه په سیمه کې موجود ولاړ دي. روغتیايي مسئولینو د سخت لوګي له امله په سیمه کې پر خلکو د ماسک اغوستو غږ کړی دی.
وېره ده چې په پېښه کې د مړو شمېر نور هم زیات شي.
د سان کرستیوبال والي پورا کاسیلا ویلي دي چې دا چاودنه په یو ډیره ګڼه ګوڼه بازار کې رامنځته شوې ده . د نوموړې چاودنې له امله د ښار مرکز ته نږدې یو زیات شمیر هټۍ ګانو او دوکانونو ډیر سخت زیان لیدلی دی. هغه وویل چې د ځاني تلفاتو د شمیرې د لوړیدو اندیښنې مخ په ډیریدو دي.