د هند په شمال کې د بارانونو له امله ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هند په شمال کې د څو ورځو پرله پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۷۲ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هند په شمال کې د څو ورځو پرله پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۷۲ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مونسون سخت بارانونه چې په هیواد کې د ځمکې ښویدنې او سیلابونو لامل شوي لارې او سړکونه د اوبو لاندې شوي.
د هیماچل پرادیش په غرني ایالت کې، ژغورونکي هڅه کوي چې په سخت موسمي شرایطو کې د بارانونو له امله د چپه شوو کورونو او مځکې ښویدنې له امله د خاورو او خټو لاندې شوي کسان وژغوري.
په سیمه کې د سختو بارانونو له امله چې د څو نورو ورځو لپاره به هم دوام ولري، لوړ خبرداری ورکړل شوی دی. چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۷۲ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هماچل پرادیش ایالت په شملا ښار کې سلګونه لارې تړل شوې او د ښوونځیو د تړلو پرېکړه شوې.
په سیمه کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د چورلکو او کښتیو په واسطه ژغورل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د مونسون بارانونو له امله د زیربناوو د ویجاړیدو په رغولو کې ښايي یو کال وخت ونیسي او اټکل شوی زیان یې شاوخوا سل میلیارده ډالره دی.
د مونسون په موسم کې د جون څخه تر سپټمبر پورې، د ځمکې ښویدنې او سیلابونو په څیر ناورینونه په شمالي هند کې معمول دي. ساینس پوهان وايي چې دا ډول ناورینونه د نړیوالې تودوخې په زیاتیدو سره ډیریږي.