د آلمان د هانور ایالت په لوئر ساکسني ښار کې په یوه جومات برید شوی .
په المان کې په یو جومات برید شوی دی
د آلمان د هانور په لوئر ساکسني ښار کې په یوه جومات برید شوی .
د تورکيې د مذهبي چارو اړوند د تورک – اسلام ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ په ځايي وخت د سهار په ۴ بحو او ۴۰ دقیقو د هانوور د دې اتحاديې اړوند د هانوور په مرکزي جومات د نامعلومه برید کوونکو لخوا برید شوی دی. په بیان کې راغلي دي چې برید کوونکو د سپرې رنګ سره د جومات په دیوارونو اسلام دښمنه او اسلام ضد لیکنې هم کړي دي چې د سهار لمانځه پر مهال د جماعت له خوا د لیدو نه وروسته د جومات ادارې ته خبر ورکړ شو.
د هانوور ایالت د تورک اسلام د مرکزي جوماتونو د اتحادیې مشر، محمد زینګین، وویل چې دا لومړی ځل ندی چې زمونږ پر جومات برید کیږي. ددینه مخکې هم په کراتو داسې بریدونه شوي دي. هغه وویل چې د نوموړې پيښې اړوند امنیتي کمرو فلمونه يي پولیسو ته انتقال او د پيښې په اړه يي اقامه د دعوا کړې ده.
هغه وویل چې د لومړنیو څیړونو له مخکې داسې ګمان کیږي چې دا برید په سیمه کې د پي کاکا ترهګریز سازمان د پلویانو لخوا شوی وي. پولیسو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي.