سویلي کوریا د چین نه د همکارۍ غوښتنه وکړه
د سویلي کوریا د یووالي وزیر کیم یونګ د شمالي کوریا نه تښتیدلي او چین ته د پناه وړونکو کسانو شمالي کوریا ته د بیرته نه سپارولو په اړه د چین نه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سویلي کوریا د یووالي وزیر کیم یونګ د شمالي کوریا نه تښتیدلي او چین ته د پناه وړونکو کسانو شمالي کوریا ته د بیرته نه سپارولو په اړه د چین نه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، کیم د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د شمالي کوریا هغو وګړو ته چې چین ته تښتي باید د «کډوالو» په سترګه وکتل شي.
کیم وویل چې هغه کسان چې له شمالي کوریا څخه چین ته تښتیدلي او هلته نیول شوي باید بیرته شمالي کوریا ته ونه سپارل شي.
"موږ د چین پر حکومت غږ کوو چې په چین کې د بندیانو او د هغوی د جبري استرداد په برخه کې همکاري وکړي."
د نړیوالو معیارونو او انساني چلند سره سم د تښتیدلو سره د ښه چلند پر اهمیت د ټینګار سره، کیم یادونه وکړه چې دا خلک باید د سویلي کوریا په ګډون هر هغه هیواد ته لاړ شي چې دوی یې غواړي.
کیم د شمالي کوریا د ټولو هغو اتباعو منلو ته چمتووالی ښودلی چې غواړي جنوبي کوریا ته ولاړ شي.
د شمالي کوریا د بشري حقونو د معلوماتو مرکز په وینا، هیواد ته بیرته د اعاده شوو ۸۱۴۸ تنو نه ۹۸ سلنه د چین لخوا لیږل شوي.