د روسیې اړوند په داغستان کې د تیلو په ستیشن کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۳۳ تنو ته لوړه شوه

د روسیې اړوند د داغستان خودمختاره جمهوریت په  پلازمېنه  ماخاچ قلعه د ګازو په یوه سټیشن کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2024892

د ویلو ده چې لومړی  د ګاز سټیشن ته نږدې د موټرو په یو ورکشاپ کې چاودنه وشوه او اورلګیدنه رامنخته شوه.

اورلګیدنه په لنډه موده کې  د ګاز سټیشن ته هم خپره  شو او وضعیت د کنټرول څخه بهر شو.

په دغه پيښه  کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۰ تنه ټپیان شوي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان  ویل شوي‌ دي‌ چې د داغستان د خودمختاره جمهوریت د ماخاچ قلعه په ښار کې د تیلو په یو ستیشن کې چاودنه وشوه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.

اړوند خبرونه