د امریکا د هاوايي ایالت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۹ تنو ته ورسېد.

د هاوایی والي جوش ګرین د سي بي اس  نیوز سره په خبرو کې وویل چې  په لوی ټاپو او ماوي ټاپو کې د ځنګلونو اورلګیدنې  دوام لري.

2024859

ګرین وویل چې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۹ تنو ته لوړه شوې، او اټکل کیږي‌ چې دا شمیره نوره هم لوړه شي.

ګرین وویل چې په سیمه کې د لټون او ژغورنې ټیمونو چارو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې د اورلګیدنې د مړیدو نه وروسته د پلټنو په چارو کې "دوی کولی شي په ورځ کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې جسدونه ومومي" او دا ممکن د مړو شمیر معلومولو لپاره ۱۰ ورځې وخت ونیسي.

ګرین وویل چې د اورلګیدنې له امله تراوسه د ۱۳۰۰ کسانو د موندلو ځای نه دی معلوم شوی چې د ټیمونو له خوا لټون روان دی، ګرین وویل چې د اورلګیدنې له امله په ۲۵ سلنه سیمو کې د لټون هڅې بشپړې شوي دي.

ګرین یادونه وکړه چې د لاهینا شاوخوا ټول ښارګوټي چې پکې ۱۲ زره خلک اوسیږي سوځیدلي او د ۴۰۲ هوټل خونو په ګډون نږدې ۲۰۰۰ استوګنې د خلکو لپاره چمتو شوي چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي.

د ماوی ټاپو سیمه ییزو چارواکو ویلي، که څه هم شاوخوا ۸۵ سلنه اور تر کنټرول لاندې دی، خو لا هم دوام لري او دا چې اور څنګه پیل شوی تر اوسه نه دی تایید شوی.

اړوند خبرونه