په فرانسه کې د معیوبینو په یو مرکز کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
په فرانسه کې په اورلګیدنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په فرانسه کې د معیوبینو په یو مرکز کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د فرانسې په الساس سیمه کې د معیوبینو او د هغوی د پایوازانو د اوړي په استوګنځي د اور لګېدنې له امله ۱۱ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د هاوت رین د والي د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې، پرون سهار د وینټزیهیم سیمه کې د معیوبینو د اوړي په کمپ او استوګنځي کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د پیښې رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې او ۱۷ تنه يي وژغورل. همداشان د اور د کنټرول لاندې د راوستو او مړولو نه وروسته پدې استوګنځي کې د ۱۱ تنو مړي وموندل شول.
د والي مرستیالې ناتالي کیلواسیر اعلان وکړ چې په استوګنځي کې د ۱۱ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي یو بیان کې ویلي دي چې د وینټزیهیم سیمه کې د معیوبینو د اوړي په کمپ او استوګنځي کې اورلګیدنه رامنځته شوې.
ماکرون ددې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږۍ څرګنده کړې او د اور له امله زیانمن شویو کسانو ته یې خپلې نیکې هیلې وړاندې کړي دي. همداشان ماکرون د اور وژونکو څخه مننه وکړه چې ډیری خلک یې ژغورلي دي.
له بلې خوا لومړي وزیر الیزابت بورن د پيښې له ځایه لیدنه وکړه او د پيښې قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
بورن یادونه وکړه چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي او جزیات به د تحقیقاتو په پایله کې روښانه شي.