په فرانسه کې د غنمو په ډیپوګانو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده
په فرانسه کې د انګلیس کانال سره په پوله کې د لا روچیل په ښار کې د غنمو په سیلو کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده .
2023020
په فرانسه کې د انګلیس کانال سره په پوله کې د لا روچیل په ښار کې د غنمو په سیلو کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده .
د فرانس بلو د خبر له مخې، د غنمو په ډیپوګانو کې اورلګیدنه د غنمو د انتقال په پټلۍ کې رامنځته شوه چې وروسته دریو نورو ډیپوګانو ته وغځیده. د اور وژونکي ډلو د اورلګیدنې د کنټرول لاندې د راوستو نه خبر ورکړی دی.
د غنمو پدې ډیپوګانو کې نږدې ۲۰ تنه کارګران په خوندي توګه تخلیه شوي دي .
همداشان د ډیپوګانو د سیمې پر لورې غځیدلې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د والي دفتر اعلان کړی چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
ویل شوي، په کومه سیمه کې چې اور لګېدلی، تر ۳۰ ډېر د غنمو او غله جاتو ډیپوګان پراته دي.