د روسیې په پلازمینه مسکو کې په فابریکه کې د پرونۍ چاودنې نه وروسته ۱۲ تنه لا درکه شوي دي
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د نوري محصولاتو د تولیداتو په فابریکه کې د پرونۍ چاودنې وروسته ۱۲ تنه لا درکه شوي دي.
2023017
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د نوري محصولاتو د تولیداتو په فابریکه کې د پرونۍ چاودنې وروسته ۱۲ تنه لا درکه شوي دي.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سرګییف پوساد په ښار کې د زګورسکي اپټیکل - میخانیکي فابریکې کې له چاودنې وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې دوام لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې فابريکې په سیمه کې د پلټنو او ژغورنو د چارو سره سره تر اوسه پورې ۱۲ تنه لا درکه دي. په سیمه کې د پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
ویل شوي، چاودنه د روسیې د تحقیقاتو د کمېټې له خوا څېړل کیږي، چې له امله يي ټولټال ۵۶ کسان ټپیان شوي وو. د لومړنیو معلوماتو له مخې ګمان کېږي چې د فابریکې په ګودام کې د اور لګېدنې له امله رامنځته شوي وي.