اروپايي ټولنې وویل چې د تورکیې سره به د ویزې د معافیت په اړه مذاکرات پیل کړي

اروپايي‌ ټولنې د تورکیې لپاره د ویزې د معافیت د پروسې په اړه ارزونې وکړې.

2021397
اروپايي ټولنې وویل چې د تورکیې سره به د ویزې د معافیت په اړه مذاکرات پیل کړي

اروپايي‌ ټولنې د تورکیې لپاره د ویزې د معافیت د پروسې په اړه ارزونې وکړې.

 اروپايي ټولنې  ویلي‌ دي چې د تورکیې سره به د ویزې د معافیت په اړه د روان کال د مني‌ په میاشتو کې په مذاکراتو پيل وکړي .

اروپايي ټولنې ویلي‌ دي‌ چې تورکیه د ټولنې پوره غړیتوب لپاره نوماند یو مهم او کلیدي‌ هیواد دی او په ډیرو برخو کې ګډې ګټې لري.

د اروپايي ټولنې رسمي سرچینو د تورکیې د غړیتوب د پروسې او ویزو د معافیت  په اړه د اخلاص خبري اژانس خبریال ته څرګندونې وکړې.

د اروپايي ټولنې رسمي‌ سرچیني‌ وویل چې په ځانګړې توګه د مني‌ په میاشتو کې به د تورکیې سره د ویزې د معافیت په اړه خبرې وکړي. د نوموړې غونډې او مذاکراتو د پایلو په اړه د مخکې نه څه ویل د وخت نه مخکې خبره ده.

نوموړي د تورکیې پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل، تورکیه د اروپايي ټولنې د پوره غړیتوب لپاره نوماند، په ډېرو برخو کې د ګډو ګټو خاوند او یو ډیر مهم شریک او کلیدي‌ هیواد دی.  

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزپ بوریل د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ چې ټولنې  پریکړه کړې چې له تورکیې سره اړیکو ته  بیرته په اجنډا کې ځای ورکړي.

د تورکیې په اړه د بوریل لخوا جوړ شوی  راپور تمه کیږي چې په مني کې جوړیدونکي‌  غونډه کې وارزول شي.



اړوند خبرونه