په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالو د کښتیو د ډوبیدو له امله په لسګونو تنه لا درکه شوي دي
په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالو غبرګې کښتۍ ډوبې شوې
په مدیترانې کې د غیرقانوني کډوالو مړینې او ټراژیدي دوام لري. د ايټاليا د لامپدوسا په ټاپو کي د ناقانونه کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو په نتيجه کي چي په یوې کې ۴۸ تنه او او په بل کې ۴۲ تنه سپاره وو، دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او او ۳۱ تنه نور لادرکه شوي دي.
چارواکو اعلان کړی چې ۵۷ کسان ژغورل شوي دي. د ايټاليا خبري رسنيو خبر ورکړى چې په وژل شويو کډوالو کې د عاج ساحل تابعيت لرونکې مور او يو يو کلن ماشوم وو. د کډوالو کښتۍ د تونس له صفاک ښار څخه د ایټالیا پر لورې حرکت کړی وو.
د ویلو ده چې د لا درکه شوو کډوالو د لټون چارې دوام لري.
د کال په اوږدو کې له ۹۲ زرو څخه ډیر کډوال ایټالیا ته راغلي
د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال تر همدې مودې څه د پاسه ٤٣ زره کډوال ايټاليا ته راغلي وو، په داسې حال کې چې سږ کال تر اوسه شاوخوا ٩٢ زره کډوال ايټاليا ته راغلي دي.