روسیه : پر مسکو مو د اوکراین د برید مخه ونیوله
د روسیې د پلازمینې مسکو په لویدیځ کې د کالوګا په سیمه د اوکراین لخوا د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د برید هڅې مخه ونیول شوه.
د روسیې د پلازمینې مسکو په لویدیځ کې د کالوګا په سیمه د اوکراین لخوا د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د برید هڅې مخه ونیول شوه.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویل شوي دي چې د اوکراین له خوا د شپږو ډرون الوتکو په مرسته د کالوګا په سیمه د برید د هڅې په اړه وویل، تیره شپه په کالوګا سیمه کې د ډرون په مرسته د کییف رژیم د تروریستي برید مخه ونیول شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې د هوايي دفاعي سیستم ټول ۶ ډرون ډوله الوتکې له منځه وړي، خو ویل شوي چې د برید په پایله کې کوم ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.
په راپور کې ویل شوي چې د جولای په ۲۴ او ۲۸ اوکراین په مسکو کې د ډرون په مرسته بریدونه وکړل او هیڅ ډول مرګ ژوبله یې نه درلوده.
د جولای په ۳۰ او د اګست په ۱، د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوکراین هڅه کړې چې د مسکو په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته برید وکړي. په دواړو بریدونو کې، یو ډرون د مسکو-ښار په سیمه کې په یو اسمان ځلي ودانۍ سره ټکر وکړ، چې ودانۍ ته یې زیان رسولی دی.