په کاناډا کې الوتکې سقوط وکړ
د کاناډا د کالګري ایالت په لویدیځ کې په یوه غرنۍ سیمه کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله شپږ تنه ووژل شول.
2017818
د کاناډا د کالګري ایالت په لویدیځ کې په یوه غرنۍ سیمه کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله شپږ تنه ووژل شول.
د سیمه ایزو رسنیو په وینا د پایپر PA-32 ډوله یوه الوتکه چې ۶ کسان په کې سپاره وو، د کالګري ښار لویدیځ په یوه غرنۍ سیمه کناناسکیس کې ولویده.
ویل شوې، چې په الوتکه کې د پیلوټ په ګډون تنو شتون درلود. الوتکه د کاناډا کالګري ایالت د سپرینګ بانک د سیمې نه د برېټش کولمبیا سیمې سالمون آرم ته روانه وه چې سقوط يي وکړ.
چارواکیو ویلي دي چې سقوط شوې الوتکه موندل شوې ده . د پيښې لامل معلوم ندی خو په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.