وانګ يي : چین په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې د تورکیې د مهم رول ملاتړ کوي
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي، د بهرنيو چارو د مرکزي کميسيون مشر او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل، هېواد يې په سیمه او نړۍ کې د تورکيې د مهم رول څخه کوي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي، د بهرنيو چارو د مرکزي کميسيون مشر او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل، هېواد يې په سیمه او نړۍ کې د تورکيې د مهم رول څخه کوي.
د ګلوبل ټايمز د خبر له مخې، وانګ يي پرون تورکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره وکتل او څرګنده يې کړه چې چين غواړي د تورکيې له حکومت سره د متقابل ستراتيژيک باور او همغږۍ د پياوړتيا لپاره کار وکړي.
وانګ، د فیدان سره په لیدنه کې، وویل"چین په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې د تورکیې د مهم رول ملاتړ کوي او د تورکیې په کورنیو چارو کې د هر ډول بهرني ځواک د مداخلې مخالفت کوي."
وانګ يي د تورکيې د حکومت په بلنه له تورکيې څخه ليدنه وکړه او يادونه يې وکړه چې د اقتصاد د مخ پر ودې هېوادونو د استازيو په توګه، دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې او د همکارۍ ستر امکانات لري.
وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې چين او تورکيه بايد د انرژۍ، ښوونې او کلتور په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي:
چين غواړي له تورکيې څخه د لوړ کيفيت لرونکي توليدات وارد کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د ځايي اسعارو د کارولو ملاتړ وکړي او لا زيات چيني شرکتونه وهڅوي چې په تورکيه کې پانګونه وکړي.
د ویلو ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شو.
دا لیدنه د رسنیو نه د بندو دروازو ترشا ترسره شوه.