د نایجریا په زمفارا ایالت کې د وسله والو په برید کې ۳۴ کسان وژل شوي دي.
په نایجریا کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
2016236
د نایجریا په زمفارا ایالت کې د وسله والو په برید کې ۳۴ کسان وژل شوي دي.
د نایجریا د رسنیو د خبر له مخې، د زمفارا ولایت د سیمه ییز امنیت مسئوول اسماعیل ماګاجي ویلي، چې وسله والو کسانو د دغه ایالت په دان ګلبي سیمه وسله وال برید کړی دی.
ماګاجي اعلان وکړ چې په برید کې د ۷ عسکرو په ګډون ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
زمفارا ولایت له تېرو پنځو کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له بریدونو سره مخ دی.